
ایکنانیوز د پارس ټوډی فارسی برخې له قوله راپور راکړی، د امواج میډیا تحليلي ویب پاڼې د ايران له لورې د سعودي عربستان او پاکستان د نوي دفاعي تړون ملاتړ، د امريکا له امنيتي تړاو څخه د سيمې د هېوادونو د خلاصون او د سيمهييزو ملګرتیاؤ د پياوړتيا په لور يو ګام بللی دی.
دغې تحليلي وېبپاڼې په خپل راپور کې د کارپوهانو د نظرونو په استناد سره ليکلي دي:د سعودي عربستان او پاکستان نوی دفاعي تړون پر واشنګټن د رياض امنيتي تکیه کمولی شي او ايران ته د مانور یا حرکت لپاره پراخه فضا برابرولی شي. دغه تحليل له دې موافقې څخه د تهران هرکلی،د داسې سټراټېژیک فرصت په توګه ارزوي چې هدف ئې له امريکا څخه یو خپلواکه سيمهييز امنيتي نظام جوړول دي.
د "امواج میډیا" د تحليلي راپور له مخې، د ايران له خوا د سعودي عربستان او پاکستان د نوي دفاعي تړون ملاتړ، د تهران د "هراړخیز سيمهييز امنيتي نظام" د جوړولو له ستر لیدلوري سره په مستقيمه توګه تړاو لري.
د سيمې په کچه بدلېدونکي امنيتي محاسبات
د امواج میډیا په وينا،د ايران او سعودي عربستان د اړيکو تودېدل چې په ۲۰۲۳ کال کې د چين په مینځګړيتوب سره رامنځته شوي، د سيمې د امنيتي معادلو د بدلون لپاره لاره هواره کړې ده. همدارنګه پر قطر د اسراییلي رژیم بېسارې بريدونه او د دغه رژیم د تېريو زیاتوالی، عربان له دې واقعيت سره مخامخ کړي چې ښائي دوی خپله هم په نښه شي.
له امريکا څخه سوکه سوکه لیریکیدل
د دغه تحليل په مرکز کې دا استدلال دی چې د پاکستان–سعودي عربستان دفاعي تړون به د "سعودي عربستان د ژورې امنيتي تکیې د کمېدو" لامل شي. ټریټا پارسي، چې په واشنګټن کې د کوینسي مؤسسې مرستيال مشر دی، وايي:
"يو خپلواک سعودي عربستان او د فارس خلیج يوه خپلواکه شورا هغه څه دي چې ايران ورسره ډېر په آسانۍ تعامل کولای شي.
https://parstoday.ir/fa/world-i29420